د جنسیتي اپارتاید او د هغه د ویجاړوونکو پایلو په اړه نړیواله اعلامیه
۱۵ اګست ۲۰۲۶
موږ، لاندې لاسلیک کوونکي د نړیوالو حقوقو او بشري حقونو کارپوهان، چې د ښځو او نجونو بشري حقونو ته د خپل ګډ تعهد له مخې د نړۍ له بېلابېلو سیمو راټول شوي یو، د جنسیتي اپارتاید او د هغه د ویجاړوونکو پایلو په اړه لاندې نړیواله اعلامیه صادروو،
په یاد راوړو چې د ملګرو ملتونو د منشور، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې، د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق، د اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حقونو د نړیوال میثاق، او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون له مخې، غړي دولتونه مکلف دي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیض منع کړي او له حقونو څخه د هغوی برابر برخمن کېدل تضمین کړي،
په ژورې خواشینۍ سره یادونه کوو چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیض لا هم په ټوله نړۍ کې پراخ دی او په ځینو شرایطو کې آن د جنسیتي اپارتاید تر کچې رسېږي؛ یعنې په قانون کې نهادینه شوی نظام او د حکومتولۍ داسې بڼه چې د بشري حقونو له پلوه بېساري، سختې او نسل په نسل غځېدونکې پایلې لري،
په ژورې اندېښنې سره یادونه کوو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې، طالبانو د سلګونو فرمانونو او تش په نوم قوانینو له لارې، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په څېر تبعیضي بنسټونه یې پلي کوي، افغان ښځې او نجونې له هغو ډېرو بشري حقونو څخه محرومې کړې دي چې په هغو تړونونو کې خوندي شوي چې افغانستان یې غړی دی،
همدارنګه، د طالبانو د عاديسازۍ نړیوالې هڅې، په ګډون د هغوی رسمي پېژندنه او د طالبانو د جنسیتي اپارتاید په کړنو کې همدستي، په ژورې اندېښنې سره یادوو،
په اغېزمنو سیمو، د افغانستان په ګډون، د ښځو د بشري حقونو د مدافعانو د څو لسیزو دادخواهي او رهبري په رسمیت پېژنو؛ هغوی د «جنسیتي اپارتاید» مفهوم د ښځو او نجونو پر وړاندې د بنسټپالنې د نظاممندې ځپنې د مقابلې لپاره کارولی دی،
په دې ټینګار کوو چې د بېلابېلو سیمو دولتونو د افغانستان وضعیت جنسیتي اپارتاید بللی او د بشریت پر ضد جرمونو د مخنیوي او مجازاتو د کنوانسیون په مسوده کې یې د جنسیتي اپارتاید د منعې د صریح تدوین ملاتړ کړی دی،
په یاد راوړو چې لا په ۱۹۹۹ کال کې د دین یا عقیدې پر بنسټ د نه زغم او هر ډول تبعیض د له منځه وړلو په اړه د ملګرو ملتونو د هغه مهال ځانګړي راپور ورکوونکي، د تونس عبدالفتاح امور، د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ پر مهال د ښځو او نجونو ځپنه «د اپارتاید یو نظام» بللې وه،
د ملګرو ملتونو د سرمنشي، انتونیو ګوتېرېش؛ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر، ولکر تورک؛ د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د اجرائیوي مشرې، سیما باحوس؛ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ؛ د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کمېټې (CEDAW)؛ او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض په اړه د ملګرو ملتونو د کاري ډلې هغو څرګندونو ته پام رااړوو چې په نړیوالو حقوقو کې یې د جنسیتي اپارتاید د منعې د صریح تدوین غوښتنه کړې ده،
هغو کسانو ته درناوی څرګندوو چې په شلمه پېړۍ کې یې په سویلي افریقا کې د اپارتاید له ناوړه نظام سره په بریالیتوب مبارزه وکړه، او د نړیوالو حقوقو او همغږي شوي نړیوال اقدام هغه مهم رول په رسمیت پېژنو چې د استعماري ځپنې د پاتې شونو پر وړاندې یې د هغوی د لومړۍ کرښې مبارزه پیاوړې کړه،
په یاد راوړو چې سږ کال اویا کاله پوره کېږي چې شل زره د بېلابېلو شالیدونو لرونکو سویلي افریقایي ښځو د اپارتاید د نظام، په ځانګړي ډول د تګ راتګ د جوازونو د قوانینو، پر ضد لاریون وکړ؛ دې لاریون وښودله چې اپارتاید تل جنسیتي اړخ لرلی او پر ښځو او نجونو ځانګړې اغېزې کوي،
د اپارتاید ضد مبارزې د نوموتې مدافعې او د سویلي افریقا د پخوانۍ لومړۍ مېرمنې، ګراسا ماشل، له دې وینا سره همغږي څرګندوو چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې وضعیت «د اپارتاید یو ډول دی، او هغه جنسیتي اپارتاید دی»،
همدارنګه، د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ د ۲۱مې د هغه لیک له غوښتنې سره همغږي څرګندوو چې د سویلي افریقا لسګونو نوموتو اپارتاید ضد مدافعانو، د اساسي قانون د محکمې د پخوانیو قاضیانو په ګډون، لاسلیک کړی دی؛ په لیک کې د جنسیتي اپارتاید د صریح تدوین ملاتړ شوی او څرګنده شوې چې «د اپارتاید د جرم د تعریف پراخول، څو جنسیت هم پکې شامل شي، یو منظم نړیوال چلند ممکنوي چې د ښځو، نجونو او نورو پر وړاندې د نهادینه شویو سلطې او ځپنې نظامونو ته ځواب ووایي»،
په افغانستان کې د وضعیت په اړه د جنسیتي اپارتاید د چوکاټ کارونې او د هغه د صریح تدوین لپاره د پارلمانونو د غړو، پخوانیو ولسمشرانو، د مدني ټولنې د مخکښو سازمانونو، د نوبل جایزې د ګټونکو، او د نړیوالو جزایي محکمو او دیوانونو د قاضیانو او څارنوالانو ملاتړ ته پام رااړوو؛ د دوی ډېری د ۲۰۲۳ کال د مارچ د لیک او د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د حقوقي یادښت له هغو سلګونو لاسلیک کوونکو څخه وو چې د جنسیتي اپارتاید د پای نړیوال کمپاین د ملګرو ملتونو غړو دولتونو ته وړاندې کړي وو،
له پورته څرګندونو سره په موافقې، دې پایلې ته رسېږو چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني د جنسیتي اپارتاید تر ټولو روښانه او بشپړه بېلګه ده او منع یې باید په نړیوالو حقوقو کې په صراحت تدوین شي،
د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي دې څرګندونې ته ځانګړی پام رااړوو چې «افغان ښځو ... ټینګار کړی چې د جنسیتي اپارتاید اصطلاح پر هغوی د واردو شویو ځانګړو او نسل په نسل غځېدونکو زیانونو ټولیزه بڼه تر بل هر مفهوم ښه رانغاړي»،
د جنسیتي اپارتاید پر وړاندې د مبارزې لپاره د تقاطعي، د قربانیانو او ژوندي پاتې شویو کسانو پر محور ولاړ چلند اهمیت تأییدوو،
او
په دې ټینګار کوو چې نړیوال حقوق د نظاممندې ځپنې د ځانګړو وضعیتونو د مقابلې لپاره هم نژادي اپارتاید او هم نژادي ځورونه په څرګند ډول منع او جرم ګڼي،
د کارپوهانو د یو لړ غونډو او مشورو له ترسره کېدو وروسته، په دې سره لاندې اصول تصویبوو:
- جنسیتي اپارتاید هغو غیرانساني اعمالو ته ویل کېږي چې د یوه جنسیتي ګروپ له خوا پر بل جنسیتي ګروپ یا ګروپونو د نظاممندې ځپنې او سلطې د یوه نهادینه شوي نظام په چوکاټ کې او د هماغه نظام د ساتلو په نیت ترسره کېږي.
- جنسیتي اپارتاید د نړیوالو حقوقو او بشري حقونو درنه سرغړونه او د بشریت پر ضد جرم دی. دا یو ناقانونه وضعیت دی چې اړوند دولتونه او غیردولتي لوبغاړي باید په اړه یې مسؤول وبلل شي؛ ټول دولتونه او ملګري ملتونه هم نړیوال مکلفیت لري چې مخنیوی یې وکړي، وځپي، مجازات یې کړي او پای ته یې ورسوي.
- د جنسیتي اپارتاید منع باید له ځنډ پرته په نړیوالو حقوقو کې په څرګند ډول تدوین شي، په ګډون د بشریت پر ضد جرمونو د مخنیوي او مجازاتو کنوانسیون او د نړۍ د دولتونو ملي قوانین.
- د جنسیتي اپارتاید ادعا شوي مرتکبان باید د نړیوالو حقوقو له مخې عدالت ته وسپارل شي، او قربانیان یې د اغېزمن حقوقي جبران حق لري.
- د نړیوالو حقوقو له مخې، جنسیتي اپارتاید د کلتوري یا ديني دلایلو پر بنسټ توجیه کېدای نه شي. تر هر چا وړاندې د اړوندو ديني او کلتوري چاپېریالونو دننه خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو د بشري حقونو د لومړۍ کرښې مدافعانو، د هغه پر وړاندې مقاومت کړی دی.
- د جنسیتي اپارتاید په اعمالو کې همدستي، په ګډون د مرستې، معاونت، یا په بل ډول د هغه په ارتکاب کې مرسته، د نړیوالو حقوقو له مخې منع ده.
- د جنسیتي اپارتاید له مرتکبانو سره هر ډول تعامل ــ که د دولتونو، نړیوالو سازمانونو یا فراملي شرکتونو له خوا وي ــ باید د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د بشري حقونو، له دقیقې ارزونې سره مشروط وي او په داسې بڼه ترسره نه شي چې د سرغړونو د زغملو څرګندونه وکړي.
- جنسیتي اپارتاید بشري ناورینونه په جدي ډول لا پسې سختوي، او د مناسب بشري غبرګون د ممکنولو لپاره باید پای ته ورسېږي. د اصولو پر بنسټ او غیرتبعیضي مرستې رسول په بشري ناورینونو کې د ژوند او مرګ مسئله ده. د بشري حقونو ساتنه او بشري اقدام یو بل پیاوړي کوي او باید همداسې وي.
- د هغو ښځو او نجونو په اړه چې د جنسیتي اپارتاید له وضعیتونو تښتي، باید اصل پر دې وي چې د کډوالۍ د حیثیت شرایط پوره کوي.
- د جنسیتي اپارتاید د منعې صریح تدوین تر ټولو لوړ لومړیتوب دی. خو هغه ښځې چې نن د جنسیتي اپارتاید په وضعیتونو کې ژوند کوي، انتظار نه شي کولای. د جنسیتي اپارتاید دوام سختې اوږدمهالې او نسل په نسل غځېدونکې پایلې لري چې د وخت په تېرېدو لا پسې پراخېږي. د هغه د مقابلې لپاره باید د اپارتاید د مفهوم پرمختګمحور تفسیر، د اړوندو نړیوالو او ملي حقوقو په ګډون، سمدستي وکارول شي.
- د بشري حقونو سختو اغېزو ته په پام، هم د جنسیتي اپارتاید د منعې څرګند تدوین او هم د موجودو نړیوالو حقوقو پرمختګمحور تفسیر اړین دي؛ دا دواړه د جنسیتي اپارتاید د پای ته رسولو لپاره متقابلاً پیاوړي کوونکي تګلارې دي.
- د جنسیتي اپارتاید پر وړاندې د اغېزمن اقدام ناکامي به د بشري حقونو جدي سرغړونې دوامدارې کړي، د داسې ځپونکو نظامونو په لومړۍ کرښه کې د ښځو د حقونو دادخواهي به کمزورې کړي، او په ټوله نړۍ کې به د ښځو نړیوال تضمین شوي حقونه زیانمن کړي.
له همدې امله، موږ د جنسیتي اپارتاید د سمدستي پای غوښتنه کوو، د افغانستان په ګډون، او دې موخې ته د رسېدو لپاره د نړیوالو حقوقو د هر اړخیزې کارونې او پراختیا غوښتنه کوو.
له انګلیسي اصلي متن څخه ژباړه: د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت (AISS).
Translation from the English original by the Afghanistan Institute for Strategic Studies (AISS)
- 1. ↩︎
د ملګرو ملتونو منشور، ۲۶ جون ۱۹۴۵، https://www.un.org/en/about-us/un-charter/full-text (opens in new tab)؛ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې پرېکړهلیک 217 (III) A، د بشري حقونو نړیواله اعلامیه، سریزه، ۱۰ ډسمبر ۱۹۴۸، https://docs.un.org/en/a/res/217(III) (opens in new tab)؛ د عمومي اسامبلې پرېکړهلیک 2200A (XXI)، د مدني او سیاسي حقونو نړیوال میثاق، مادې ۲(۱) او ۳، ۱۶ ډسمبر ۱۹۶۶، https://www.ohchr.org/en/instruments-mechanisms/instruments/international-covenant-civil-and-political-rights (opens in new tab)؛ د عمومي اسامبلې پرېکړهلیک 2200A (XXI)، د اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حقونو نړیوال میثاق، مادې ۲(۲) او ۳، ۱۶ ډسمبر ۱۹۶۶، https://www.ohchr.org/en/instruments-mechanisms/instruments/international-covenant-economic-social-and-cultural-rights (opens in new tab)؛ د عمومي اسامبلې پرېکړهلیک 34/180، د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون، ۱۸ ډسمبر ۱۹۷۹، https://www.ohchr.org/sites/default/files/cedaw.pdf (opens in new tab).
- 2. ↩︎
د «بنسټپال» اصطلاح د ښځو د بشري حقونو د مدافعانو له خوا د نړۍ د ټولو لویو ديني دودونو د هغو خوځښتونو د بیان لپاره کارول شوې چې «د خپلو سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره دین [یا] کلتور ... وسیله ګرځوي» او په دې توګه د ښځو حقونه محدودوي. مریم هلي-لوکاس، «ستاسې قبیله کومه ده؟ د ښځو مبارزې او د مسلمانوالي جوړونه»، په Dossier 23-24: Women Living Under Muslim Laws کې، ۲۰۰۱، مخونه ۴۹ او ۵۱. همدارنګه وګورئ: کریمه بنون، د کلتوري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې، د ملګرو ملتونو سند A/72/155، «بنسټپالنې، افراطپالنې او د ښځو کلتوري حقونه»، د کلتوري حقونو په برخه کې د ځانګړې راپور ورکوونکې راپور، ۱۷ جولای ۲۰۱۷، https://docs.un.org/en/A/72/155؛ او کاساندرا بالچین، «له بنسټپالنې پرته راتلونکي پر لور: د ديني بنسټپالو د تګلارو او فیمینستي ځوابونو شننه»، Association for Women’s Rights in Development (AWID)، ۱۸ فبروري ۲۰۱۱، https://www.awid.org/publications/towards-future-without-fundamentalisms.
- 3. ↩︎
د جنسیتي اپارتاید د پای کمپاین، «د جنسیتي اپارتاید په اړه د غړو دولتونو څرګندونې»، جون ۲۰۲۶، https://endgenderapartheid.today/download/2026/Member State Comments on Gender Apartheid.pdf?v=2026؛ همدارنګه وګورئ: اروپایي پارلمان، «افغانستان: د زلزلې د قربانیانو لپاره مرستې خلاصې کړئ او جنسیتي اپارتاید پای ته ورسوئ»، ۹ اکتوبر ۲۰۲۵، https://www.europarl.europa.eu/news/cs/press-room/20251003IPR30662/afghanistan-unblock-aid-to-earthquake-victims-and-end-gender-apartheid.
- 4. ↩︎
عبدالفتاح امور، د دین یا عقیدې پر بنسټ د نه زغم او هر ډول تبعیض د له منځه وړلو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، د ملګرو ملتونو سند E/CN.4/1999/58، «د بشري حقونو د کمېسیون د ۱۹۹۸/۱۸ پرېکړهلیک له مخې د ځانګړي راپور ورکوونکي ښاغلي عبدالفتاح امور راپور»، ۱۱ جنوري ۱۹۹۹، فقره ۲۶، https://documents.un.org/doc/undoc/gen/g99/100/95/pdf/g9910095.pdf.
- 5. ↩︎
انتونیو ګوتېرېش، د ملګرو ملتونو سرمنشي، «د نړیوالې سولې او امنیت په ساتنه کې د قانون د حاکمیت د ودې او پیاوړتیا په اړه امنیت شورا ته د سرمنشي څرګندونې: د ملتونو ترمنځ د قانون حاکمیت»، ۱۲ جنوري ۲۰۲۳، https://www.un.org/sg/en/content/sg/statements/2023-01-12/the-secretary-generals-remarks-the-security-council-the-promotion-and-strengthening-of-the-rule-of-law-the-maintenance-of-international-peace-and-security-the-rule-of.
- 6. ↩︎
ولکر تورک، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، «جنسیتي برابري یو بشري حق دی»، ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، https://www.ohchr.org/en/statements-and-speeches/2024/10/gender-parity-human-right.
- 7. ↩︎
سیما باحوس، د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې اجرائیوي مشره، «وینا: د ښځو د حقونو بحران؛ افغان ښځو ته غوږ ونیسئ، پانګونه پرې وکړئ، شاملې یې کړئ او ملاتړ یې وکړئ»، ۲۶ سپټمبر ۲۰۲۳، https://www.unwomen.org/en/news-stories/speech/2023/09/speech-the-womens-rights-crisis-listen-to-invest-in-include-and-support-afghan-women.
- 8. ↩︎
ریچارډ بېنېټ، د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، «د تبعیض، جلاوالي، انساني کرامت ته د سپکاوي او د ښځو او نجونو د محرومیت د نهادینه شوي نظام د پدیدې په اړه راپور»، ۱۳ مې ۲۰۲۴، فقرې ۹۵، ۱۰۸-۱۰۹، ۱۲۹ او ۱۳۳(g)، https://documents.un.org/symbol-explorer?s=A/HRC/56/25&i=A/HRC/56/25_1717410672679.
- 9. ↩︎
د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کمېټه (CEDAW)، د ملګرو ملتونو سند CEDAW/C/GC/40، «د پرېکړهنیونې په نظامونو کې د ښځو د برابر او ټولشموله استازیتوب په اړه ۴۰مه عمومي سپارښتنه»، ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، فقره ۱۱، https://documents.un.org/symbol-explorer?s=CEDAW/C/GC/40&i=CEDAW/C/GC/40_1732733827101.
- 10. ↩︎
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر دفتر (OHCHR)، «د بشریت پر ضد جرمونو تړون: دولتونه باید افغان ښځو ته مرکزي غږ ورکړي او جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني، کارپوهان وایي»، ۱۹ جنوري ۲۰۲۶، https://www.ohchr.org/en/press-releases/2026/01/treaty-crimes-against-humanity-states-must-give-afghan-women-central-voice.
- 11. ↩︎
بین فارمر، «د طالبانو له خوا د افغان ښځو ځپل د اپارتاید یوه بڼه ده، د نیلسن منډېلا کونډه ګراسا ماشل وایي»، The Telegraph، ۲۲ مې ۲۰۲۳، https://www.telegraph.co.uk/global-health/women-and-girls/taliban-repression-of-afghan-women-is-form-of-apartheid.
- 12. ↩︎
د جنسیتي اپارتاید د پای کمپاین، «د بشریت پر ضد جرمونو د کنوانسیون په مسوده کې د جنسیتي اپارتاید د جرم د صریح تدوین په اړه د سویلي افریقا د حقوقپوهانو او اپارتاید ضد کارپوهانو ګډ لیک»، ۲۱ فبروري ۲۰۲۴، https://endgenderapartheid.today/download/Joint%20Letter%20from%20South%20African%20Jurists%20on%20Gender%20Apartheid%20Codification.pdf.
- 13. ↩︎
د جنسیتي اپارتاید د پای کمپاین، «د ۲۰۲۳ کال د ښځو د نړیوالې ورځې پرانیستی لیک»، ۸ مارچ ۲۰۲۳، https://endgenderapartheid.today/womens-day-letter.php؛ د جنسیتي اپارتاید د پای کمپاین، «د بشریت پر ضد جرمونو د کنوانسیون د مسودې د تعدیل ګډه غوښتنه، څو جنسیتي اپارتاید هم رانغاړي»، ۵ اکتوبر ۲۰۲۳، https://endgenderapartheid.today/download/2025/EGA%20Joint%20Letter%20to%20Amend%20the%20Draft%20Crimes%20Against%20Humanity%20Convention%20-%20English.pdf.
- 14. ↩︎
بېنېټ، د ملګرو ملتونو سند A/HRC/56/25، پورته ۸مه پاورقي، فقره ۸۸.
- 15. ↩︎
د نړیوالې جزایي محکمې د روم اساسنامه، ماده ۷(۱)(h) او (j)، ۱۷ جولای ۱۹۹۸، https://www.icc-cpi.int/sites/default/files/2024-05/Rome-Statute-eng.pdf.
- 16. ↩︎
د جنسیتي اپارتاید د پای کمپاین، حقوقي یادښت: «د اپارتاید د بشریت ضد جرم تعدیل، څو جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني او رانغاړي»، اپرېل ۲۰۲۵، https://endgenderapartheid.today/download/2025/EGA%20Legal%20Brief.pdf. دا تعریف، چې د روم په اساسنامه کې د اپارتاید تعریف ته د «جنسیت» د ورزیاتولو له لارې اخیستل شوی، د ملګرو ملتونو په بېلابېلو اسنادو کې کارول شوی دی. وګورئ: د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض په اړه د ملګرو ملتونو کاري ډله او ریچارډ بېنېټ، د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، د ملګرو ملتونو سند A/HRC/53/21، «په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت: د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د ځانګړي راپور ورکوونکي او د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض د کاري ډلې راپور»، ۱۵ جون ۲۰۲۳، فقره ۹۷، https://documents.un.org/symbol-explorer?s=A/HRC/53/21&i=A/HRC/53/21_5290112؛ بېنېټ، د ملګرو ملتونو سند A/HRC/56/25، پورته ۸مه پاورقي. د اپارتاید په مفهوم کې ورته نوښت، لکه څنګه چې د ۱۹۷۳ کال د اپارتاید د جرم د ځپلو او مجازاتو په کنوانسیون کې راغلی، د افغان ښځو د وضعیت د بیان لپاره تر دې وړاندې د سویلي افریقا فیمینستې څېړونکې پینېلوپي اندروز وړاندیز کړی و. وګورئ: پینېلوپي اندروز، «له کیپ ټاون څخه تر کابل پورې: د ښځو د بشري حقونو د تعقیب د تګلارو بیاکتنه»، ۲۰۱۲، مخ ۱۵۶.
- 17. ↩︎
د عدالت نړیواله محکمه (ICJ)، 1971 I.C.J. Rep. 16، مشورتي نظر: «د امنیت شورا د ۲۷۶ (۱۹۷۰) پرېکړهلیک سربېره په نامیبیا (سویلي لوېدیځه افریقا) کې د سویلي افریقا د دوامدار حضور له امله د دولتونو لپاره حقوقي پایلې»، ۲۱ جون ۱۹۷۱، https://www.icj-cij.org/sites/default/files/case-related/53/053-19710621-ADV-01-00-EN.pdf.
- 18. ↩︎
د بېلګې په توګه، د نړیوالې جزایي محکمې د روم اساسنامه د جنسیتي اپارتاید د ادعا شویو مرتکبانو د تعقیب لپاره حقوقي بنسټ برابروي؛ په ځانګړي ډول د ۷(۱)(k) مادې له مخې، د «ورته ماهیت نور غیرانساني اعمال چې په قصدي ډول د سخت کړاو، یا بدن، رواني یا جسمي روغتیا ته د جدي زیان لامل کېږي».
- 19. ↩︎
د جنسیتي اپارتاید د مرتکبانو تنوع او د دې جرم ماهیت ایجابوي چې هم د نړیوالو جزایي حقوقو او هم د بشري حقونو د نړیوالو حقوقو اصطلاحات وکارول شي. وګورئ: د عدالت نړیواله محکمه، 2007 I.C.J. 91، «د نسلوژنې د جرم د مخنیوي او مجازاتو د کنوانسیون د پلي کولو قضیه (بوسنیا او هرزېګوینا د سربیا او مونټینیګرو پر وړاندې)»، ۲۶ فبروري ۲۰۰۷، https://www.icj-cij.org/sites/default/files/case-related/91/091-20070226-JUD-01-00-EN.pdf؛ چې د «مرستې او معاونت» او «همدستۍ» اصطلاحات کاروي. همدارنګه وګورئ: Steven Ratner, Complicity and Compromise in the Law of Nations, 10 CRIM. L. & PHIL.، ۲۰۱۶، مخ ۲۰؛ نوموړی استدلال کوي چې «دولت د نړیوالو حقوقو له مخې مکلف دی ځینې زیانونه ودروي، حتا که له هغو سره یې اړیکه له هغه حقوقي معیار څخه ډېره کمه وي چې دولت به د عمل مستقیم مسؤول وګرځوي».
- 20. ↩︎
وګورئ: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر دفتر، «د سوداګرۍ او بشري حقونو لارښود اصول»، ۲۰۱۱، https://digitallibrary.un.org/record/720245?v=pdf؛ چې د دولتونو د بشري حقونو مکلفیتونه او د فراملي شرکتونو مسؤولیتونه بیانوي.
- 21. ↩︎
وګورئ: ACAPS، «افغانستان: د بشري اغېزو او بهیرونو شننه»، ۲۳ اګست ۲۰۲۱، https://www.acaps.org/fileadmin/Data_Product/Additional_resources/20210823_acaps_afghanistan_humanitarian_impact_and_trends_analysis.pdf؛ Human Rights Watch، «افغانستان: طالبان ښځینه مرستندویه کارکوونکې منع کوي»، ۴ نومبر ۲۰۲۱، https://www.hrw.org/news/2021/11/04/afghanistan-taliban-blocking-female-aid-workers؛ UN News، «افغان ښځې له نږدې بشپړ ټولنیز، اقتصادي او سیاسي محرومیت سره مخ دي»، ۱۷ جون ۲۰۲۵، https://news.un.org/en/story/2025/06/1164476؛ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR)، «د افغانستان په اړه لارښود یادښت ــ دویم تازهوالی»، سپټمبر ۲۰۲۵، https://www.refworld.org/sites/default/files/2025-09/afg_guidance_note_update_ii_-_september_2025_1.pdf؛ د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړی عمومي مفتش (SIGAR)، «د مرستو مات شوی نظام: د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته د امریکا د مرستو رسول»، اګست ۲۰۲۵، https://lalettrehebdo.com/wp-content/uploads/2025/08/SIGAR-25-29-LL.pdf.
- 22. ↩︎
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر دفتر (OHCHR) او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR)، «په بشري ناورینونو کې د بشري حقونو ساتنه»، ۸ مې ۲۰۱۳، https://www.globalprotectioncluster.org/sites/default/files/2022-12/ohchr-unhcr_joint_paper_en.pdf.
- 23. ↩︎
د پناه غوښتنې په قضیو کې د ښځو د حقونو په اړه د اروپایي ټولنې د عدالت محکمې وروستۍ قضایي رویه وګورئ، د ګډو قضیو C-608/22 او C-609/22، ECLI:EU:C:2024:828، AH and FN v Bundesamt für Fremdenwesen und Asyl، ۴ اکتوبر ۲۰۲۴، په ګډون. محکمې حکم وکړ چې «د ښځو په اړه د تبعیضي تدابیرو ټولګه ــ چې له جنسیتي او کورني تاوتریخوالي او اجباري واده څخه د هر ډول حقوقي خوندیتوب محرومول، د ټول بدن او مخ د پټولو الزام، روغتیایي خدمتونو او د تګ راتګ آزادۍ ته د لاسرسي محدودول، د عاید لرونکي کار منع کول یا محدودول، زده کړو ته د لاسرسي منع، په ورزش کې د ګډون منع او له سیاسي ژوند څخه ایستل پکې شامل دي ــ که د «ځورونې د عامل» له خوا ومنل شي یا وزغمل شي»، هغه ښځه د کډوالۍ د حیثیت واجده ګرځوي.